د انسانی منابعو د پرمختګ موسسه یوه نا دولتی، غیرتجارتی، غیر فرقه یی او غیر سیاسی خیریه تولنه ده چه د دی
موسسې د تاسیس او فعالیتونو اصلی موخه د اجتماعی، اقتصادی او فرهنګی زیر بناوو د بیا رغونی د کومکونو له لاری
د افغانی ټولنی سره مرسته ده .
دا موسسه د افغانستان د اسلا می جمهوریت د اقتصاد وزارت د نا دولتی موسساتو په محترم ریاست کی په
۱۲۲۹ نمبر سره ثبت او راجستر شویده.
د انسانی منا بعو د انکشاف موسسه د CHA موسسی د یوی څانګی په توګه خپل فعالیتونه د ۱۹۹۵ کال نه راپدیخوا د
ظرفیتونو د اوچتولو لپاره شروع کړل. د دی موسسی اساس او بنسټ یوازی او یوازی پدی مفهوم استوار دی چه پوهه
توانایی ده او کیفیت صرف په پوهه او تعلیم سره تضمین کیدای شی.
د CHA موسسی لوړپوړو چارواکو د هیواد د انسانی منابعو د نیمګړتیاوو په نطر کی نیولو سره تصمیم ونیوه چه د انسانی
منابعو د پرمختګ موسسه باید د اړتیاوو سره سم د یوی ځانګړې اداری په توګه د موسساتو او انسانی منابعو د ظرفیت د
اوچتولو لپاره کار وکړی.
تراوسه پوری په لوړه شمیره د CHA ، داخلی او خارجی موسساتو، او د دولت کارکوونکو د ظرفیت اوچتولو لپاره په
مختلفو پروګرامونو کی روزنه لیدلی او د موجودو موادو او منابعو څخه یی استفاده کړیده.