یو پرمختللی افغانستان د غښتلې مدني ټولنې او مسول حکومت سره ، داسې هیواد چه بیوزلي، بیسوادي او توکمیز توپیر پکښې نه وي او ټول وګړي یي په مساوي توګه اساسی ټولنیزو خدمتونو او معلو ماتو ته لاسرسی و لري، د اساسي قانون او بین المللی کنوانسیونونو لخوا ټولو پیژندل شویو حقونو او آزادیو ته پوره درناوی وشی، او زمونږ کلتوري میراثونه او ارزښتونه پکې خوندي وي.
ماموریت:
د انساني منابعو د ودې موسسه په افغایستان کې د کادرونو او موسساتو د ظرفیت جوړونې له لارې د چارو د لا اغیزمنتوب او تخصص د ودې سره مرسته کوي.
د هدف لاندی ځانګړی ډلي:
ځوانانو ته لمړیتوب ورکول پداسی حال کی چه خلک په ښار او لیری پرتو سیمو کی ژوند کوي ځوانان د پرمختګ اساسی ځواک دی. همدا رنګه ښځې ته لمړیتوب ورکول چه د ټولنی زیانمن شوی او محروم قشر دی.
همغږي او عضویت:
د انسانی منابعو د پرمختګ اداره ، CMO او CHA په مشترک ډول د CHA د نیټورک تر اغیزې لاندې د مشترکو موخو د لا س ته راوړلو لپاره کار کوي.